ترافیکي پیښې له امله پاکستان کې ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان په پنجاب ایالت کې د بس چپه کیدو له امله کابو ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پیښه د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کې رامنځته شوې ده.
پاکستاني رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې، د پنجاب ایالت د چکوال ولسوالۍ د کلرکهار په سیمه کې یو لوی او ګړندی مساپر وړونکی بس د پل نه لاندې ګړنګ ته غورځیدلې چې له امله يي ۲۴ تنه مړه او تر ۶۶ تنو ډیر ټپیان شوي دي .
د رسنیو په وینا، پولیسو ویلي دي چې د پيښې لامل ناڅرګند دی.
پولیسو د ټپيانو نه د ۱۳ تنو روغتیايي حالت باریکه ښودل شوی دی.
پولیسو رسنیو ته زیاته کرې چې دا مساپروړونکی بس د کوهاټ نه د لاهور ښار رایونډ سیمې پر لورې روان وو چې پیښه رامنځته شوه.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم ورته پیښې دغه سیمې کې رامنځته شوي چې له امله یې دیرې پنجابیان مړه او تپیان شوي دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply