ترافل کاکوي

comments 0

0 Views

اړین توکي :
د ناریالو پو‌‌‌‌‌‌ډر – ۲۰۰ ګرامه
د بورې پو‌‌‌‌‌‌ډر– ۷۰ ګرامه
رش – ۱۰۰ میلی لیتره
کوچ – ۷۰ ګرامه
شیري کاکو – ۱۰۰ ګرامه
ترخه کاکو – ۱۰۰ ګرامه
د جوړولو طریقه :
لومړی د ناریالو او بورې پو‌‌‌‌‌‌‌ډر په یو لوښي کې اچوو او سره ګ‌‌‌‌‌‌ډوو یې وروسته کوج او رش په بل لوښي کې د اور په لمبه ږدو تر څو کوچ اوبه شي او له رشو سره ګ‌‌‌‌‌‌ډ شي وروستع د ناریالو او بورې پو‌‌‌‌‌‌ډر ورسره زیاتوو ګ‌‌‌‌‌‌ډوو یې او له دېرش دقیقو لپاره یې په یخچال کې ږدو
اوس یاد توکي له یخچال را باسو د توپونو په بڼه یې د غوزیاتو په اندازه جوړوو وروسته ددې توپونو سر په پلاستیک پټوو بیا ځلې یې د یوه ساعت لپاره په یخچال کې ږدو .
اوس د اوبو یو دیګ په اور ږدو تر څو وخوټيږي یو ناشکن لوښی د دې اوبو په منځ کې ږدو او د شیدو کاکو او تریخ کاکو په ناشکن کې اچوو تر څو کاکاوو یو بل سره ګ‌‌‌‌‌‌ډ شي وروسته تر دې چې کاکاو اوبه شول ناشکن له دیګه راوباسو
اوس دا مایع شوي کاکو د توپونو پر سر اچوو او د خوړو لپاره یې تزیین کوو .
نوش جان

Share this page to Telegram

Comments