تخار کې 70 کیلو ګرامه نشه یې توکي نیول شوي دي

comments 0

7 Views

هندوکش – تخار: تخار کې امنیتي چارواکو ویلي چې، د تخار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست ټول ټال 70 کیلو ګرامه نشه یې توکي په بیلابیلو عملیاتو کې نیولي دي.
د چارواکو په وینا، په لومړۍ پېښه کې ۱۱ کیلو او ۸۰۰ ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.
په دوهمه پېښه کې ۳۷کیلو ګرامه هیروئین او ۲۰ کیلو ګرامه تریاک نیول شوي چې په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه له رستاق ولسوالۍ او تخار ولایت له مرکز څخه یې دباندې قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور شپږ کسان هم نیول شوي دي.
شبنم بدخشي

Share this page to Telegram

Comments