تخار کې له طالبانو لار ورکه ده / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبانو چې د ټاکنو ورځو کې د تخار په دوه ولسوالیو خواجه غار او بهارک باندې د بریدونو تر څنګ د ښار څنډو کې جګړه پيل کړه، همهاله افغان ګډو ځواکونو شدید عملیات پيل کړل چې دواړه ولسوالیو له مرکز او کلیو څخه یې طالبان پسې اخیستې او لار یې ترې ورکه کړې ده چې چرته وتښتې.
د دې عملیاتو مشري د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیاء کوي چې افغان ګډ ځواکونو ته یې مورال ورکړی او مخ پروړاندې عملیات کوي.
د مالوماتو له مخې تېرو څلرویشت ساعتونو کې د طالبانو د قومندانانو په ګډون ۱۵۰ طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
طالبان هیڅکله داسې فکر نه کو چې دومره له قهر او غضب ډک عملیات به پرې وشي چې ان په کلیو کې به یې هم ځای نه کیږي.
اوس افغان ځواکونو په تخار کې د طالبانو شاه نیولې او طالبان د تخار ګاونډي ولایت کندزه ته تښتیدلي دي.
دشت ارچي ولسوالي له تخار سره سرحد لري او افغان ځواکونه طالبانو پسې دي چې دشت ارچي کې یې هم وځپي او له منځه یې یوسي.
افغان ځواکونه هر کله د طالبانو د ځپلو او سرکوب کولو توان لري، خو دا چې افغان ځواکونه فکر کوي چې دا غولیدلي مزدوران به نور له جګړې لاس واخلي او سولې ته به حاضر شي، سخت عملیات پرې نه کوي.
طالبان چې د ای ایس ای نوکران دي، د هغوی د ګټو لپاره جګړه کوي او هر هغه سیمو کې چې د پرمختګ امکان وي دا ډله یې مخه نیسي.
افغان ځواکونو او افغان حکومت په دې اند دی چې د طالبانو له وژل کیدو وروسته یې کورنۍ بیا هم حکومت ته پاتې وي، له همدې کبله پرې رحم کوي، خو طالبان له دې رحم هم ناسمه ګټه اخلي او فکر کوي چې ګنې افغان ځواکونه یې د ځپلو توان نه لري.
اوس چې تخار کې دې ډلې په تېرو څو ورځو کې سخته ماتې خوړلې، حیران پاتې چې کومې خواته د خلاصون لارې پيدا کړی، هغه طالبان چې شاوخوا یې کورونه دی خپلو کورونو کې پټ کیږي، خو هغه پنجابي طالبان چې د جګړې لپاره د طالبانو په لیکو کې جنګیږی، هیڅ ځای کې ورته پتنځای نشته دی.
افغان ځواکونه اوس پلان لري چې شمالي ولایتونو کې ټول طالبان سرکوب کړي او له دې زوره یې وغورځوي چې د ولایتونو په ښارونو بریدونه کوي.
افغان ځواکونه د خلکو د سر او مال ساتنه کوی او هيڅکله به طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې د اوږد مهال لپاره په خلکو حاکم شي.
د تخار خلکو په امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ کړی و چې مرستې ته یې ورشي او د طالبانو له شره یې خلاص کړي.
رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښکاره کوي چې دې ډلې د خواجه غار ولسوالۍ ټول بازار سوځولی او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
دا ډله چې هرې خواته لاړه شي، لکه د قحطۍ ملخان هر څه له ځان سره اخلي، کورونه چور کوي، دوکانونه چور کوي او اور ورته اچوي.
که افغانان خدای له دې ډلې خلاص کړل، نو انشاءالله پرمختګونه ډیر ژر رامنځ ته کیږي، یواځې پر افغان ځواکونو باور وکړئ، ملاتړ یې وکړئ چې د دې ډلې له شر مو خلاص کړي.

Share this page to Telegram

Comments