تخارکې دوه تنه د نشه يي توکو د پلورلو په تړاو نیول شوي

comments 0

25 Views

هندوکش ــ تخار د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور او زورواکۍ په تور نیولي دي.
له دې منځه یو یې د نشه يي توکو د پلور په تړاو له تالقانو ښار او بل یې له رستاق ولسوالۍ څخه چې په وسلو یې تخار مېشتي ګواښل او پیسې یې ترې لوټلې؛ دپولیسو لخوا نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي هم پولیسو ضبط کړي دي.
پدې وروستیو کې د پولیسو لخوا د مخدره موادو او نورو جرمونو په تړاو اقدامات چټک شوي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments