تبلیغاتي جعل کارۍ / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د نړۍ هره برخه کې تبلیغ او ضد تبلیغ برنامې شته، خو په دومره توپیر چې نړۍ یې د خپل ملت او خاورې ساتنې لپاره کوي او نه پریږدي چې ملت یې د بل د کلتوري یرغل او خاورې یرغل لاندې راشي.
خو افغانستان کې دا هر څه ترهګرو ډلو ډیر سپک کړي او داسې تبلیغ کوي چې هم وطن او هم دین ته ضرر رسوي.
تاسو به لیدلي وي د پاکستان، ایران او نورو افغان دښمنه هېوادونو تر څنګ طالبان هم داسې تبلیغات کوي چې غواړي دا وطن بیخي د بربادۍ لور ته یوسي، طالبان یې کیسه کې نه دي چې په دې ملت او دې خاوره څه کیږي، خو چې دوی پکې واک ترلاسه کړي.
ایران د دې لپاره خواله رسنیو کې تبلیغات کوي چې د شیعه او سني ترمنځ جګړې ته لار هواره کړي، تاسو ولیدل چې یو وخت یې د داعش تر نامه لاندې د کابل غرب کې درنې چاودنې وکړې او شیعه ملکي وګړي یې په جوماتونو او نورو عامه ځایونو کې په نښه کړل.
خو دا چې یو اوس نسبت یو ښه قوي نظام او حکومت لرو، د ایران د دې دسیسې مخه یې ونیوله او خلکو ته یې دا په ډاګه کړه چې افغان دښمنه هېوادونه د مذهبي جګړو لپاره دا ډول بریدونه کوي او خلک باید هوښیار وي.
پاکستان بیا د ژبې، سمت او قومونو ترمنځ جګړې ته لمن ووهله، کلونه به یې کله د یو قوم مشر استخدام کو چې قومي تفرقې رامنځ ته کړي او کله به یې د بل قوم مشر استخدام کو چې سمتي او ژبني مسایل راپورته کړي.
دا ټول کارونه د دې لپاره کیدل چې افغانستان په پښو و نه دریږي، ټول عمر د بل مرستو ته احتیاج وي او دا کار هلته کیدلی شي، کله چې افغانان په قومي، مذهبي او سمتی تفرقو کې ښکیل شي.
تاریخ ثابته کړې چې تر ټولو سخت جنګ د قومي، سمتي، مذهبي او ژبني تفرقو دی چې زیانونه یې ډير او ژر نه کنټرول کیږي.
خو له نیکه مرغه زموږ حکومتونو په خپل وخت کې د دې ډول دسیسو مخه نیولې او اجازه یې نه ده ورکړې چې افغان دښمنه هېوادونه په خپل کار کې بریالي شي.
د دې تر څنګ موږ ته خدای یو بل سرطان دانه پيدا کړي چې هغه طالبان دي، طالبانو په خواله رسنیو کې هر ډول تبلیغات وکړل چې خپلو لیکو ته د خلکو جلب و جذب زیات کړي او د حکومت او نظام په تړاو خلک بد بینه کړي.
طالبانو ان اجتماعي رسنیو کې خلک استخدام کړل چې د نظام او حکومت د نوم بدي کولو لپاره کار وکړي.
له افغان ځواکونو نیولې تر ارګ یې کار وکړ چې نوم بدي رامنځ کړي، تورونه یې ولګول او ډول ډول تبلیغات یې وکړل، خو دا چې اوس افغانان هوښیار دي، لکه د بغدادي پير په کیسو باندې نه تېروځي.
خواله رسنیو ګې زرګونه داسې اکاونټونه او پاڼې شته چې باقاعده د همدې لپاره کار کوي چې اوسنی نظام او حکومت بدنامه کړي او خلک یې پرضد راپورته کړي.
خو خلک د افغان ځواکونو قربانۍ ګوري چې د دې نظام لپاره یې ورکوي، نو ځکه د بهرنیو په تبلیغاتو باندې نه تېر وځی.

Share this page to Telegram

Comments