تاکل شوې چې طالبان په اسلام اباد کې له عمران خان سره وویني

comments 0

100 Views

هندوکش – کابل: پاکستاني رسنۍ وایي طالبان نن پاکستان ته ور روان دي او اسلام اباد ته له رسېدو سره سم به ددغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري.
پاکستاني رسنۍ وایي عمران خان غواړي د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې بیا پيل سي نو له همدې امله یې له امریکايي چارواکو سره په وروستۍ لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغان جګړې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې دي.
د سرچینو په خبره په دې لیدنه کې به عمران خان طالبان وهڅوي چې له امریکا سره خبرې بېرته پيل کړي او ددې امکان سته چې طالب او امریکايي پلاوی په اسلام اباد کې له یو بل سره وګوري. د پاکستان حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments