تاکل شوې چین، روسیه او هند د افغانستان او سیمي حالاتو په تړاو خبرې وکړي

comments 0

0 Views

هندوکش – دیلي: هندي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې د چین، روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیران نن په نوي دیلي کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي حالاتو خبرې کوي.
رسنۍ لیکي چې درې هیوادونه د افغانستان ترڅنګ د منځني ختیځ او شمالي کوریا پر وروستیو ستونزو هم وږغېږي.

د روسیي بهرنیو چار وزارت بیا لیکي، د درې اړخیزو خبرو ترڅنګ به ښاغلی لاوروف د هند له بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج او د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره جلا جلا هم وویني.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په وینا، یادي کتنې کې به د نوي جوړ شوي دهلیز په اړه هم له هند سره خبرې وشي.
دا دهلیز هند د ایران او افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا، روسیې، قفقاز او اروپا سره نښلوي.
ویل شوي دا دهلیز به د هندوستان په مالي مرستې جوړ شي چې له دې لارۍ به منځني آسیا سره ونښلول شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان سره د هندوستان مرستې پاکستان نشي زغملاې نو له همدې امله پاکستان په دې هڅه کې ده چې دغې پروژې پر وړاندې افغانستان دننه او بهر ښند جوړ کړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply