تاکل شوې نن کابل کې د ښاري کنفرانس څلورمه ناسته پیل شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: نن په ولسمشرۍ ماڼې کې د پایدار ښارونو تر نوم لاندې څلورم کنفرانس پیلیږي چې د یاد کنفرانس پیل کې به افغان ولسمشر محمد اشرف غني ګدونکوونکو ته ویناوې وکړي.
د ښار جوړونې وزارت چارواکي وایې چې، د دې کنفرانس د اجنډا مهم بحث د علمي محورونو بحث دی چې په ځانګړي ډول د اوبو د مدیریت او د اوبو د سرچینو پر وړاندې د چلنجونو د لېرې کولو لپاره پر نویو لارو چارو ترسره کېږي.
د چارواکي په وینا دغه کنفرانس کې به، د دوامدار پراختیا، چاپېریال، هوا پېژندنې، اقلیم د بدلون، د زلزلو د زیان، د ساختماني ټکنالوژۍ او ساختماني موادو په اړه هم خبرې اترې وکړل شي.
د چارواکو په وینا دغه کنفرانس به تر دوشنبې مازدیګر پورې دوام لري چې تولې ستونزې په وړاندې او د حل لارې به وورته وکتل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *