تاکل شوې د افغان پولیسو په لیکو کې ۱۰۰۰۰ اضافي ښځې جذبې شي

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: رسنیو ته په وینا کې د کورنیو چارو وزارت چارواکو په ډاګه کړه چې دوې پلان لري لس زره اضافي ښځې د افغان پولیسو په لیکو کې وګوماري.
د چارواکو په وینا، هدف یې له‎دې کاره د ښځینه پولیسو په واسطه د ښځينه مظنونینو څخه پوښتنې ګروېږنې، توقیف او تحقیق او د نورو تلاشیو کول دي.
دغه څرګندونې تیره ورځ خوست کې هغې د هغې غونډې ګدونوالو لپاره ترسره شوې چې د ښځو په لیکو کې جذب لپاره عامه پوهاوي کمپاین په لاره اچول شوې وو.
سمونوال غلام محمد راسخ رسنیو ته وویل چې دوی د ښځینه پولیسو لپاره د مادي امتیازاتو په ګډون د ژوندانه نورې ضروري اسانتیاوې هم په پام کې نیولي دي.
ده وویل، ښځینه پولیسو ته به د هر کال په پای کې پنځوس زره افغانۍ امتیازي معاش ورکول کېږي او هغه ښځې چې د پولیسو په لیکو کې خپلې دندې تمدیدوي، بیا هم ورته ۳۰ زره افغانۍ مکافات په پام کې نیول شوي دي.
د کاملې په نوم یوه ښځه چې له ۱۲ کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده اجراء کوي وايي چې دوی لپاره هېڅ ډول ستونزه نشته، کونډه ده او د خپلو ماشومانو د پالنې مسؤلیت لري او له‎دې لارې غواړي خپل هېواد ته خدمت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تیرو ۱۶ کلونو کې د ښځینه پولیسو جلب او جذب پروسه ډیره آهسته روانه وه چې یووالې حکومت په دې هڅه کې ده چې بیلابیلو برخو کې د ښځو ونډه ډیره شي او فعالیتونو ته دوام ورکړي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply