تاس کباب

comments 0

0 Views

اړین توکي :
د پسه د ورانه مغزي غوښه _ ٤٠٠ ګرامه
پیاز _٢ دانې
کچالو _٢ دانې
ګاذر_١ دانه
تور بادنجان _ ١ دانه
رب _ دوه قاشوغې
آلو ، رومي بادنجان ، لیمو _ د اړتیا په کچه
مالګه ، تور مرچ ، کورکمند _ د اړتیا په کچه

د پخولو طریقه
لومړی پیاز ټوټې کوو په یو دېګ کې یې سور کوو تر څو طلایي رنګ واخلي وروسته غوښه له مالکې تور مرچو کورکمند ورسره زیاتوو ، او تفت ورکوو ٣ ساعته دیګ په حرارت ږدو تر څو نیم خامه شي پدې موده کې ګاذرې له لږ غوړیو سره تفت ته ږدو وروسته په یو لوښي کې پیاز حلقه ای ټوټې کوو ، کچالو حلقه ای ټوټه کوو ، سره شوي ګاذر تور بادنجان رومیان څو داې آلوګان او لیمو سره ږدو او دوه قاشوغې رب چې د زیتون په غوړیو کې حل شوی په سر یې اچوو ، او دری ګیلاسه اوبه پکې اچوو د زرورق سره یې تاوو او په داش کې یې د ٤٥ دقیقو لپاره ږدو تر څو ښه پوخ شي او اوبه وباسي .
وروسته له پخېدو یې له ګرمې ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ سره نوش جان کوو

Share this page to Telegram

Comments