تازه خبر: په هلمند کې د طالبانو پر يو مشهور مرکز برید مرګوني تلفات لري

comments 0

0 Views

هندوکش ـ لښکرګاه: په هلمند کې د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو د روزنې پر يو ستر مرکز برید شوی دی.

په دې بريد کې چې د احسان الله مشهور په مولوي شريف مرکز باندې شوی دی پکې څلور مهم روزونکي وژل شوي دي.

ياد عمليات د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملی امنيت د رياست خاصو قطعاتو کړي دي.

په هلمند کې ځايي سرچينې وايي چې د مولوي شريف دا مرکز په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی اومړي هم ترې پآتې دي.

په خپله مولوي شریف په دې سيمه کې نه وو خو تر څارنې لاندې دی او ډير ژر به و وژل شي.

په دې مرکز کې د ملي امنيت خاصو قطعاتو يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي،مهمات، نشه يي توکو، وسلې او ځينې نور وسايل هم له منځه وړي دي.

د ګرشک اوسیدونکي هم مني چې عملیات ترسره شوي دي او تر سهار پورې په دې ستر مرکز کې اور بل وو او هر لوری د  باروتو لوګي په سر اخیستی وو.

Share this page to Telegram

Comments