تازه خبر: په ميدان وردګو کې طالبانو شل ماشومان په شهادت رسولي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ میدانښار: په ميدان وردګو کې طالبانو ددې ولايت په څو سيمو کې تر شلو ډير تنکي ماشومان په شهادت رسولي دي.

يوې باوري سرچينې هندوکش ته وويل:« طالبانو د ميدان وردګو په څو سیمو کې تر شلو ډير ماشومان په پټه او ښکاره په شهادت رسولي دي، اوس کوښښ کوي چې د خلکو له احساساتو په ګټه اخيستو سره دا ماشومان هغو سیمو ته انتقال کړي چې دولتي حاکميت پکې پياوړی وي.»

سرچينې وويل:« دقيق معلومات موجود دي او د سيمو مخور هم پرې خبر دي خو طالبان برعکس ددې لپاره چې دا وحشت له ځانه لرې کړي ځينې کسان هڅوي چې دا ماشومان  دولتي سيمو ته يوسي او پړه يي پر دولت ور واچوي او دا خبره رسنیزه کړي.»

يادې سرچينې وويل چې دوی مخکې تر دې چې طالبان په دې کار لاس پورې کړي د دښمن دا تبلیغاتي راز کشف کړی دی او په دې تړاو څيړنې هم پيل شوي دي.

ويل کيږی طالبان په وروستیو کې د مشروعيت له سختې ستونزې سره مخ شوي دي او په بیلابیلو نومونو کوښښ کوي ځان ته مشروعيت ورکړي او ولس د نظام پر ضد کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس اوس د پاکستان لومړي وزیر هم تاييد کړې چې په افغانستان کې د داعش په نوم بریدونه هم طالبان کوي او د کابل د زنبق څلورلارې خونړی برید هم هغو طالبانو پلان کړی وو چې له پاکستان څخه د تورو ښيښو په موټر کې کابل ته تلي وو.

ياده دې وي چې د ميدان وردګو ولسونه هم د طالبانو ددې وحشت، خپل سرو صحرايي محاکمو او هدفي وژنو په تړاو په جريان کې دي او د شلو ماشومانو شهادت هم هغه موضوع ده چې په هره سیمه کې ولس پرې خبر دی خو طالبان اوس بل رنګ ورکول غواړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ ميدان وردګ

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply