تازه خبر: په لوګر کې مهم طالب قومندان په هوايي بريد کې له ۱۱ تنو نورو سره يو ځای ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش ـ پل علم: په لوګر کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بريد کې مهم طالب قومندان مولوي عبدالرحمن په خروار ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

په ملاقند مشهور د طالبانو د حقاني شبکې د جنګي ماشين مهم چلونکی مولوي عبدالرحمن له يولس نورو ترهګرو سره يو ځای وژل شوی دی.

له نوموړي سره په دې برید کې څو تنه نور طالب ترهګر هم هلاک شوي دي.

مولوي عبدالرحمن په لوګر کې په هدفي وژنو، د لارو په بندولو،ترورونو او د قومي مخورو په وژنه او تښتونه کې هم لاس درلود.

د نوموړي طالب قومندان اړوندو کسانو په تیرو ۱۳ کلونوکې پر خرواري،برکي برک او مرکز کې پر ولس دومره ژوند تنګ کړی وو چې هيڅ ښونځی په ياده ولسوالۍ کې نه وو پرانيستی.
د ملا قند کسانو په خروار کې يوازې په وحشت نه بلکه د معادنو په چورتالان، د نشه يي توکو په قاچاق او ځينو نورو غیرقانوني کارونو او د تاريخي اثارو په پلور او پير کې هم لاس درلود.

په سيمه کې عيني شاهدانو ويلي دي چې د قند ډلې د اختر په شپو او ورځو کې د وحشتونو د کولو هوډ درلود.

په دې بريد کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

ياده دې وي چې په لوګر کې په څو سيمو کې چاڼيزو عملیاتو د طالبانو جنګي ماشين له منځه وړی دی.

هیره دې نه وي چې ملاقند د لوګر د خروار په ګډون په مرکز کې د پادخواب په سيمه کې هم فعالیت کاوو.

ملا قند د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندز نظامي مسول هم پاتې شوی وو او په ډيرو سیمو کې يي د وحشت له امله افغانان قرباني کړي وو.

قند په لوګر کې د سړي تښتونې او نشه يي توکو د قاچاق د يوې سترې شبکې مشري هم کوله.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *