تازه خبر: په لوګر کې د طالبانو مهم قومندانان وژل شوي دي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ پل علم: په لوګر کې د برکي برک په ولسوالۍ کې د طالبانو پر څو مرکزونو د هوايي بريدونو په لړ کې يو زيات شمېر مهم طالب قومندان وژل شوي دي.

په پل علم کې ځينو سرچينو د هندوکش خبري آژانس خبريال ته ويلي دي چې د برکي ولسوالۍ په شاه مزار، یوسف کلا، اله دادخيلو،عبادالله کلا او څو نورو سیمو کې له تیرو څو ورځو را هیسې د حقاني شبکې د ځينو ورانکارو هستو پر ضد ځمکني او هوايي بريدونه پيل شوي دي.

سرچينې ويلي دي چې د تیرې شپې په هوايي بريد کې له پاکستان څخه نوی را ستون شوی طالب مهم قومندان مولوي باقي او څو تنه نور ترهګر وژل شوي دي.

د لوګر امنيتي مسولین وايي چې په وژل شویو شل تنو کې لس يي د حقاني شبکې مهم قومندان، سرګروپان او ډل مشران دي.

ویل کيږي ياد طالب قومندانان اوس اوس له پاکستان څخه هیواد ته راغلي وو څو په دې ولسوالۍ کې ورانکاري فعالیتونه وکړي.

بلخوا ويل کيږي د بريد په ځای کې د طالبانو يو زندان، د ماين جوړولو یو مرکز، وسله تون او د جلب او جذب يو مرکز هم وو چې لس توغندي پرې لګيدلي دي او په بشپړ ډول ويجاړ شوی دی.

تر دې دمه طالب ترهګرو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پل علم

 

Share this page to Telegram

Comments