تازه خبر: په خوست کې له پاکستاني یرغګرو سره د جګړې وروستي جزييات

comments 0

511 Views

هندوکش ـ خوست: په خوست کې پاکستاني يرغلګرو په صفري سیمه کې غوښتل د سرحدي ځواکونو يوه پوسته ونيسي.

له پولې له را اوښتو سره سم نښته پيل شوه.

په دې نښته کې ولسي وګړو هم له افغان ځواکونو سره وسله اخيستې ده.

نښته چې نن سهار اته بجې په ځاځي ميدان کې پيل شوې وه تر اوسه هم روانه ده.

په دې نښته کې دوه پاکستاني يرغلګر وژل شوي چې مړي يي په افغان خاوره کې پاتې دي.

دوه نور پاکستاني سرتيري هم ژوندي نيول شوي دي  چې له افغان ځواکونو سره دي.

په دې نښته کې افغان لوري ته زيان نه دی اوښتی خو د سيمې سره نيږدې ټول ښونځي رخصت شوي دي.

ياده  دې وي چې ولسي وګړي له وسلو سره يو ځای په سنګرونو کې پراته دي او له خوست څخه د خاصو قطعاتو ډله هم ځاځي ميدان ته رسيدلې ده او پر پاکستاني يرغلګرو ډزې روانې دي.

نور جزييات بیا……..

هندوکش ټکی کام مو له نورو ژر  خبروي

زموږ موباييل اپلکيش په پلي سټور کې « Hindukosh Press» ولټوئ او يا په ټلګرام کې «Hindukosh Press» پيدا کړئ او زموږ د  خبري او معلوماتي برخې غړي شئ.

Share this page to Telegram

Comments