تازه خبر: سعودي که افغانستان په اړه د (OIC) علماوو ناسته به راتلونکو څو ساعتونو کې پیل شي

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودي : نن به په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ 120 تنه عالمان په افغانستان کې د طالبانو روان وحشت وغندي او افغانستان پر وړاندې به د طالبانو وحشت پر وړاندې غږ پورته کړي.
که څه هم طالب وسله والو په دې ناسته کې خپل ګدون رد کړې خو په افغانستان کې سولې عالې شورا وایي چې هیله داده چې د وسله والو طالبانو استازي هم په دې ناسته کې ګدون وکړي.
دا لومړی ځل دی چې د نړۍ په کچه د اسلامي نړۍ عالمان د افغانستان د سولې په اړه راغونډېږي چې د افغانستان د سولې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او لوی ملاتړ دی.
په سعودي کې د افغان سولې په تړاو تللي استازي وایي چې دې ناستې ته د افغانانو د سولې غږ لېږدوي، په دې ناسته به له شکه پرته د افغان سولې په اړه اسلامي بحث وشي، دا د افغانستان د راتلونکي، د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره ډېره مهمه ده.
په دغه ناسته کې د ګډون لپاره له افغانستان څخه هم د علماوو څلوېښت کسیز پلاوی سعودي عربستان تللی او تاکل شوې چې راتلونکو څو ساعتونو کې ناسته ترسره شي.
بلخوا بیا طالب وسله واله ډله یاده ناسته امریکا لخوا جوړه شوې ناسته بولي او وایي چې طالبانو لخوا به هیڅ څوک دغې ناستې کې ګدون ونکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې تردې وړاندې سیاسي شننونکو ویلي و چې طالبان د روس او ایران تر اغیز الاندې دي او تر هغې چې روس او ایران دوی ته اجازه ورنکړي نو دوې به د افغان سولې پروسې سره یوځاې نشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments