تازه خبر: د طالبانو د سرې قطعې د مسول وژل کيدل تاييد شول

comments 0

0 Views

هندوکش ـ هلمند: په هلمند کې په عملیاتو کې د څو تنو وژل شویو طالبانو په منځ کې يو تن هم د دوی د سرې قطعې د مسول غمي جانان مړی تر طبي څيړنو وروسته تثبیت شوی دی.

غمی جانان چې په هلمند کې په وروستیو وحشتونوکې ښکيل وو څو ورځې مخکې له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې له پنځو تنو نورو طالب قومندانانو سره يو ځای وژل شوی وو.

په هلمند کې امنيتي سرچينې وايي چې ددې پنځو طالب قومندانانو مړي د کندهار میرويس روغتون ته وړل شوي دي او تر ډې ان دې آزموينو وروسته ثابته شوې چې يو تن يي غمی جانان دی.

په کندهار کې غمي جانان ته نيږدې سرچينو هم ويلي دي چې د تیرې اونۍ په وروستیو کې د سره صلیب ادارې ته د نوموړی مړی سپارل شوی دی.

غمی جانان په هلمند کې  د طالبانو لپاره يو له هغو مهمو قومندانانو څخه وو چې د سرې قطعې په نوم يي د هغې ډلې مشري کوله چې په پاکستان د آی اس آی تر ځانګړې روزنې وروسته په افغانستان کې په وحشتونو کې ښکيل دي.

د قطعې لومړنی قومندان هم يو پاکستانی سمیع الله کشميری وو چې په فراه کې و وژل شو.

سره قطعه د طالبانو هغه ډله ده چې تر ډيره د پاکستان د مظفرآباد، اکوړه خټک او ځينو نورو مدرسو پوځي روزل شوي کسان پکې جذب کيږي او دوی تر ډيره په هدفي وژنو او پټو بريدونو کې لاس لري.

غمی جانان چې په هلمند کې د طالبانو د جنګي ماشين مهمه برخه وه تر وژل کيدو وروسته يي په څو سیمو کې طالبان شاته تګ ته اړ شوي دي.

ويل کيږي د نوموړي مړی به د سره صلیب له لوري ددوی پاتې شونو ته وسپارل شي خو تر دې دمه خیريه ادارو چې د جګړې په ډګر کې د مړو او ټپيانو د تبادلې مسولیت لري په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply