تازه خبر: د حقاني شبکې يولس غړي به په دار شي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: په کابل کې يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش خبري سرچيني ته ويلي دي چې ډير ژر به د حقاني شبکې او طالبانو د کوټې شورا يولس غړي په دار وځړول شي.

يادې سرچينې ويلي دي چې په دې کسانو کې څلور يي د حقاني شبکې او اوونور يي د کوټې شورا مهم غړي دي.

دوی ددې کسانو د هويت په اړه نور جزيیات نه دي ورکړي خو وايي چې حکم يي ولسمشر محمد اشرف غني توشيح کړی دی.

ياده دې وي چې پرون شپه ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپله ټلويزيوني وينا کې وويل چې نور د جديت وخت دی او ترهګر به سخت وځپل شي.

هیره دې نه وي چې دا بريد په پاکستان کې حقاني شبکې، لشکر طيبه او ای اس ای په ګډه پلان کړی وو چې په لړ کې يي سلګونو کورنۍ د وير په ټغر کيناستې.

بلخوا باوري سرچينې وايي چې په اعدام کيدونکو کسانو کې يولس مهم کسان دي.

ميوندـ افغان

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply