تازه خبر: افغان کرکټ لوبډلې پاکستان مات کړ

comments 0

0 Views

هندوکش ـ د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې پاکستانۍ سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان کرکټ لوبډلې د لوبې پيل ډير ښه وکړ او د ۱۸۹ منډو په توپير سره يي  پاکستان مات کړ.

نړۍ والو رسنیو هم دا بريا بې ساري او تاريخي بللې.

د آسيا کپ په لوبو کې دا د افغان لوبډلې لپاره ستره تاريخي بريا وه.

افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ اوره لوبه کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې.

په افغان لوبغاړو کې اکرام علي خېل د ۱۰۷ منډو په جوړولو سره سلیزه وکړه او ښه وځلېد.

رحمن الله ګوربز ۴۰، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او درویش رسولي ۱۸ منډې وکړې.

د پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف پوره نه کړ او ماتې یې وخوړه.

پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د کرېکټ ددې بریا مبارکي ویلې ده.

د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک له بریا وروسته وویل، اسیا کپ کې د پوره غړیتوب لوبډلې ته د افغانستان له لوري ماتې ورکول اسانه کار نه و.

نوموړی وايي، افغان لوبغاړو دې سیالیو ته پوره چمتووالی نیولی و.

دا بريا په ټولنیزو پاڼو کې په جشن تبدیله شوې او هر لوري ته افغانان د پاکستان پر وړاندې د خپلې بريال له امله يو بل ته مبارکي ورکوي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply