تازه ای اېس ای د پي ټي اېم د ځپلو لپاره د تنظیم فدایان او الفرقان په نوم ترهګرې ډلې جوړې کړي

comments 0

417 Views

 هندوکش ــ پاکستان: وروسته له هغه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبرۍ د خپل غورځنګ د ريښو قوي کولو او تشکيلاتي جوړښتونو پراخولو لپاره د پښتونخوا نږدې ټولو سيمو ته سفرونه وکړل، نو پاکستاني استخباراتو د دې غورځنګ د ځپلو لپاره ترهګرې ډلې جوړې کړې، راپورونه وايي، چې تازه پاکستاني استخباراتو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځپلو لپاره د تنظيم فدايان او الفرقان اسلام په نوم ډلې جوړې کړې او دغه ډلې به د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو او مهمو اهدافو ځانمرګي بريدونه کوي.
د سیمه ایزو چارو شنونکي وایې چې پښتون ژغورنې غورځنګ تر اوسه د پاکستاني استخباراتو او پوځ هېڅ ډول ګواښ ته نه دی تسليم شوی، نو اوس استخبارات له ځانمرګو څخه په استفادې دغه غورځنګ محوه کول غواړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي محسن داوړ پخپل ټويټر د الفرقان وزيرستان څانګې په نوم د يوې ترهګرې ډلې هغه اعلاميه خپره کړې چې په کې يې پښتون ژغورنې غورځنګ او په ځانګړي ډول ښاغلی داوړ په پښتني خاوره کې د فحشا په خپرولو تورن کړی دی، په دې اعلاميه کې نوموړی د همدې تورونو له امله واجب القتل بلل شوی او خپلو کسانو ته يې امر کړی دی چې نوموړي له منځه يوسي.
محسن داوړ دې ادعاوو ته په ځواب کې ليکلي دي : «موږ بار بار ويلي چې په پښتني سيمو کې ترهګر ګروپونه بيا د منظمېدو په حال کې دي، خو موږ ته ځواب نه دی راکړل شوی. په ورته مهال ترهګرو بېرته پښتني سيمو ته مخه کړې او دا ټول د حکومت په ملاتړ. زه به خپلو هڅو ته دوام ورکړم، ان که زما د سر په قېمت هم وي.»
ای ايس د دغو ترهګرو ډلو له لسو زياتې څانګې فعالې کړي، ترڅو په هر قېمت چې کېږي د پښتون ژغورنې غورځنګ مخه ډب کړي. ای ايس ای دغه تجربه وړاندې د عوامي نشنل پارټۍ د غړو په له منځه وړو هم ازمويلې او تر ډېره بريالي شوي هم دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments