تادامچي: د افغانستان راتلونکي لپاره د قطر وروستي ناسته هیله بښوونکې وه

comments 0

3 Views

هندوکش – کابل: که څه هم د قطر وروستې بین الافغاني ناسته تادامچی یاماماتو هیله بښتونکي بللی خو په ورته وخت کې یاده غونډه ډیریو هیوادونو لخوا هم ستایل شوې ده.
په دې اړه د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې او امنیت ویاندې دغه غونډه ستایلې او هغه یې د راتلونکو خبرو لپاره غوره فرصت او اساس بللی دی. مېرمن کوچیانچیچ وایي اروپايي ټولنه د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او دا د افغان جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ حللاره بولي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تادامیچی یامموتو هم د قطر دوه ورځنۍ خبرې مهمې او د راتلونکې لپاره ښه بنسټ بللې دي. بل پلو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ددوحې غونډې ته هیله مندي ښودلې ده او وایي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments