تاجکستان 30 زره زندانیان آزادوي

comments 0

0 Views

هندوکش – تاجکستان: د تاجکستان ولسمشر د یوې عمومي عفوې په اعلان سره ۳۰ زره کسان له زندانونو ازادوي.
د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمانوف پرېکړه کړې چې ددغه هېواد د اساسي قانون د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ۳۰ زره بندیان له زندانونو ازاد کړي.
په دې بندیانو کې بهرني وګړي هم شته دي.
نوموړي د عمومي عفوې دغه طرحه پارلمان ته لېږلې ده او ددوی تر تایید وروسته به عملي کېږي.
امام علي رحمانوف ویلي ددې فرمان له مخې به ۳ زره بندیان ازاد شي، پنځه زره داسې کسان بښل کېږي چې له بند پرته په نورو جزاوو محکوم شوي وي، د ۲ زرو کسانو په اړه تحقيقات درېږي او د ۲۰ زره کسانو د بند موده کمېږي.
ددغه فرمان له مخې تر اویا کلونو پورته او ټول بهرني زندانیان به هم له زندانونو ازادېږي.
د دهیواد عام خلک او یو تعداد سیاسي کا رپوهان بیا مختلف نظرونه لري یوتعداد خلک ددي فرمان ستایني کوي او یو تعداد بیا اندیښني لري چي ایا دبندیانو خوشي کیدل به ددولت په کټه به وي یا به يي په زیان وي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments