تاجکستان کې پارلماني ټاکنې؛ تمه ده د امام علي رحمان واکمن ګوند به اکثریت وګټي

comments 0

6 Views

هندوکش ــ تاجکستان: د تاجکستان چارواکي وایي، دغه هېواد کې د رایه ورکونې په شرایطو برابرو پنځه اویا فیصده خلکو په نننیو پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړ.
دا له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا، چې د تاجکستان سترې محکمې مخکښ مخالف سیاسي ګوند، اسلامي رینسانس غیرقانوني اعلان کړ، لومړني انتخابات دي.
په تاجکستان کې د پنځوس فیصده په شرایطو برابرو کسانو ګډون ټاکنو کې مهم دی.
نن دغه هېواد کې درې اعشاریه اووه فیصده خلکو رایه ورکړه چې د رایه ورکوونکو پنځه اویا فیصده جوړوي.
لویدیځو څارونکو هیڅکله هم د تاجکستان ټاکنې رڼې او د سیالیو په شرایطو برابرې نه دي ګڼلي.
تمه داده چې د امام علي رحمان واکمن ګوند به د پارلمان اکثریت وګټي.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments