تاجکستان کې برید؛ تر اوسه یې داعش مسؤلیت ندی منلی

comments 0

8 Views

هندوکش ــ کابل: تاجکستاني چارواکو پرون ادعا وکړه، د وسله والو یوه ډله چې له افغانستانه وراوښتې او په داعش پورې تړلي وه، د هغوی پر یوې سرحدي پوستې حمله کړې ده له دوه سرحدي ساتونکي یې پکې وژل شوي دي.
د حملې سیمه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په ۶۰ کیلومترۍ کې د ازبکستان پولې ته ډېره نږدې ښودل شوې ده.
تاجکستاني چارواکو ویلي د پنځلسو داعشیانو د وژلو تر څنګ یې پنځه تنه یې نیولي دي. د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه د وژل شوو کسانو عکسونه هم خپاره شوي وو خو عکسونه یې ژر حذف کړل.
د تاجکستان د سرحدي ګارد ځواک په مختصر بیان کې ویل شوي وو، حمله د وسله والو ۲۰ کسیزې ډلې کړې وه چې د نومبر په درېیمه د افغانستان د کندز ولایت له قلعه ذال ولسوالۍ د تاجکستان د قبادیانو ولسوالۍ ته ورتېر شوي وو.
د قلعه ذال ولسوالي او په عمومي ډول د افغانستان شمال ختیځې سیمې چې د تاجکستان پولې ته نږدې دي، د داعش د وسله والو په لاس کې نه دي، بلکه هلته طالبان فعالیت لري.
تر اوسه داسې شواهد نشته چې ثابته کړي چې وسله وال له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ځي.
د تاجکستان حکومت ازادو خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د حملې سیمې ته ورشي او معلومات را غونډ کړي.
د تاجکستان د حکومت له لوري ورکړل شوي معلومات خپلواکو سرچینو نه دي تائید کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د چارواکو غونډه وه او له تروریزم سره د مبارزې په اړه په کې خبرې وشوې.
داعش د حملې مسئولیت نه دی اخیستی. د افغانستان حکومت تراوسه پردې مسئلې خبرې نه دي کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments