تاجکستان پرخپله پوله امنیتي اقدامات ډیرکړي

comments 0

21 Views

هندوکش _ تاجکستان: د رسنیو د راپورونو له مخې تاجکستان غواړي د یوې ۱۸ میاشتنۍ پروژې په لړ کې له افغانستان سره پر خپله ګډه پوله امنیتي او نور اړین اقدامات ډېر کړي.
په دې سره تاجکستان غواړي د غیر قانوني تګ راتګ او قاچاق مخه ونیسي. تاجکستان ویلي دوی پر دې پروژه ۳،۳ میلیونه یورو لګوي او موخه یې هم دا ده چې د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي.
تاجکستان وروسته له هغه پر دې اقداماتو لاس پورې کړ چې څه موده وړاندې وسله والو ډلو پر تاجکستاني پوله ساتو عسکرو بریدونه وکړل.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments