تاجکستان د مرستو او همکاریو ژمنه کړې

comments 0

2214 Views

هندوکش – کابل: تاجکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په بیلا بیلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د تاجکستان د ملي امنیت له سلاکار محمد الله وطن زاده سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
حمد الله محب تیره ورځ د اوفا د لسم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د تاجکستان د ملي امنیت له سلاکار سره کتلي او د امنیتي، کلتوري او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر پروسې یې بحث کړی.
محب ویلي، د سولې ټینګښت او سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا لپاره یو ائتلاف ته اړتیا ده او تاجکستان کولای شي په دې برخه کې ښه رول ولوبوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments