تاجکستان د سولې له هڅو ملاتړ وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – تاجکستان: د تاجکستان ولسمشر د سولې لپاره د افغان حکومت له روانو هڅو ملاتړ وکړ.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان دغه څرګندونې پرون د تاجکستان د وسله ‌والو ځواکونو د تأسیس د ۲۶ کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وکړې.
د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې رحمان ټینګار وکړ چې تاجکستان د خپل ګاونډي، د افغانستان د دوست دولت او د نړیوالو د سولې د روانو هڅو تل کلک ملاتړ کړی دی.
د هغه په وینا هغه اقدامات چې د افغانستان د جګړې او سیاسي ستونزو د هواري سبب کېږي، د تاجکستان پر امنیت به هم مستقیم اغېز ولري.
امام علي رحمن زیاته کړه، د دې لپاره مهمه ده چې په افغانستان کې د یوې تل پاتې سولې د مسئلې د یقیني کولو او هم له دې هېواده د ترهګرې د مخنیوي لپاره، په سیمه‌ییزه کچه له نژدې همکاري وشي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments