بې ځایه شویو سره د مرستې لپاره ۱۴۵ میلیونه افغانۍ منظور شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له بېځایه شویو کورنیو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۱۴۵ میلیونه افغانۍ منظور شوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو اجرایوي کمېټې ناسته کې اجرايه ريس عبدالله عبدالله ۱۴۵ میلیونه افغانۍ بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته د بېړنۍ مرستې په موخه منظور کړې.
دغه پیسې د کډوالو چارو وزیر لخوا وړاندیز شوې وې چې باید له هغه کورنیو سره مرسته وشي چې بیرته خپلو مېنو ته ورګرځي.
سږ کال د بې ځایه شویو کورنیو شمېر نږدې درې سوه پنځوس زرو ته رسېږي چې له ډلې یې څه د پاسه ۵۰ زره بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
ډیری دغه بې ځایه شوې کورنۍ په ننګرهار، فاریاب، هلمند، فراه، تخار، میدان وردک، کندز او بلخ ولایتونو کې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments