بې وزلو ته کورنۍ باغچې جوړې شوي

comments 0

673 Views

هندوکش – کابل: د کرنې او اوبو لګونې وزارت څه باندې ۳۰ زره بې وزلو مېرمنو ته کورنۍ باغچې جوړې کړي.
د کرنې وزارت وایي، روان لمریز کال کې د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا د بېوزلو مېرمنو د اقتصادي ودې په موخه دهېواد په کچه یو شمېر برنامې پلي کړي دي.
دغه وزارت د زعفرانو سکټور کې ۱۵۴ زره نوي فصلي دندې ایجادې کړي چې ۸۰ سلنه یې مېرمنو پورې اړه لري.
کرنې وزارت وایي، د خوړو خوندیتوب برخه کې یې، په کابل او بلخ ولایتونو کې د لبنیاتو د پروسس د دوو فابریکو چارې بشپړې کړي، چې په ټولیزه توګه په ورځ کې ۴۶ زره لیټره شیدو د پروسس ظرفیت لري.
یاد وزارت وایي، په ورته وخت کې ۸۰۰ مېرمنو ته د خوراکي توکو د پروسس ۲۱ ډوله توکي او یو زر او دیرش مېرمنو ته په همدومره شمېر وړو شنو خونو د جوړولو چارې بشپړې کړي او مېرمنو لپاره یې د خوراکي توکو د پروسس ۱۴ مرکزونه هم فعال کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments