بېړنۍ خبر: د طالبانو مشر ملاهبت الله د سختوټپونو له امله ساه ورکړه

comments 0

96 Views

هندوکش – کویته : هندوکش خبري اژانس د کره او موثقو سرچینو له قوله لیکلي چې د طالبانو مشر د پاکستان په یوه پوځي روغتون کې چې کوېټې ښار ته نېږدې موقعیت لري د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش خبري اژانس ته ویلي، چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله د کوېټې ښار ته نېږدې په ۲۵ کیلومتری کې د کوچلاک ښار په یو جومات کې چاودنې سخت ټپی کړی و، چې د ټپي کیدو خبر یې د پاکستان حکومت پټ ساتلی و، او په یو پوځي روغتون کې یې د ده درملنه کوله، چې تېره اونۍ یې د شدیدو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

دغه چاودنه چې د روان میلادي کال د اګست په اوولسمه نېټه د کوچلاک ښار په یو جومات کې د جعمې د لمانځه پر مهال شوې وه، وسله والو طالبانو پکې د ملا هبت الله د کوچني ورور حافظ احمدالله او څلورو نورو د وژل کیدو او د شلو کسان د ټپي کیدو خبر ورکړی و، اوس دغه سرچینې ویلي چې په دغه ټپیانو کې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله هم شامل و.

سرچینه وایې چې د کوېټې شورا پرېکړه کړې چې د ملا هبت الله مرګ د دوی د پخواني مشر ملا عمر د مرګ په څېر پټ وساتل شي، تر څو د طالبانو ډلې د پاشل کیدو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست له ټاکنو وړاندې وسله والو طالبانو د ټاکنو د ګډوډیدو ګواښ کړی و، چې ځینو طالبانو بیا د دغه پرېکړې سره مخالفت ښودلی و او خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی و چې د ټاکنو په وړاندې خنډ نه شي، د ټاکنو په تړاو د وسله والو طالبانو دغه دوه ګونی دریځ په ډاګه کوي چې دوی په خپلمنځي اختلاف کې واقع دي او ریښتیا هم دغه ډلې خپل مشر له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې په وینا وسله والو طالبان او حقاني شبکه د ملا عمر مرګ داسې مهال اندېښمن کړي چې د دوی یوه ډله په قطر کې په سیاسي جریاناتو بوخته ده

وبه لیدل شې چې وسله وال طالبان د خپل مشر ملا هبت الله مړینه په رسمي ډول کله تاییدوي.

Share this page to Telegram

Comments