بین الافغاني خبرو باندې د چین ټینګار

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: چین د طالبانو او افغان حکومت پر مخامخ خبرو ټینګار کړی.
تیره ورځ په کابل کې د چین سفیر لیو جینسانګ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست صلاح الدین رباني سره کتلي دي.
د چین سفیر ویلي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي، د طالبانو او حکومت مخامخ خبرې اړتیا بولي او په افغانستان کې د چین پراختیایي پروژو په تړاو یې مالومات ورکړي دي.
صلاح الدین رباني، له چین غوښتي چې راتلونکې میاشت په جینوا کې د افغانستان ملاتړ وکړي چې افغانستان د مهاجرتکه نړیوال سازمان مرستیالۍ څوکۍ ته نوماند دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments