بیلابیلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو عملیاتو کې ۶۷ طالبان وژل شوي دي.
د ملي امنیت یوې باوري سرچینې ویلي، په کندهار، ننګرهار، کابل، کونړ او لوګر ولایتونو کې یې د عملیاتو پرمهال اوه شپيته طالبان وژلي او شپږ یې نیولي دي.
د سرچینې په خبره، په عملیاتو کې نږدې یو سل او پنځوس ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
په دې عملیاتو کې د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو شاوخوا لس کسان وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments