بګرام کې د زندانیانو مشکلات اوریدل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار د بګرام زندان ته ورغلی او له طالب بندیانو سره یې کتلي.
حمدالله محب د یو لوړپوړي امنیتي پلاوي په ملتیا د بګرام زندان له بیلا بیلو برخو او بندیانو سره لیدلي دي.
د ملي امنیت شورا ویلي، د بګرام زندان مسؤلینو حمدالله محب ته د عمومي وضعیت په تړاو مالومات ورکړي او د ستونزو د حل په موخه یې ځینې وړاندیزونه هم ورته کړي دي.
بګرام زندان کې بندیانو حمدالله محب ته د ولسمشر غني د عفوې فرمانونو، د اعاشې وضعیت ښه کېدو او د دوسیو پر وخت بشپړېدو وړاندیزونه کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments