بښنې نړیوال سازمان: د پښتون غورځنګ غړي دې ټول خوشې شي

comments 0

344 Views

هندوکش – امریکا: د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د دې هېواد کې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوي.
د بښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده غوښتي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې ځپونکي اقدامات باید پای ته ورسوي.
نوموړي ویلي چې د دې غورځنګ ټول توقیف شوي غړي او نور سوله ییز فعالان باید سمدستي خوشې شي.
یاد سازمان دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد ځپونکی کمپاین د دې غورځنګ د څو نورو غړو په نیول کېدو سره لا سخت شوی دی.
د روان کال له پیل راهیسې د دې غورځنګ په لسګونو فعالان نیول شوي دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments