بښنې نړیوال سازمان د وسلوالو طالبانو روان تاوتریخوالي ته اندېښنه ښودلې

comments 0

3 Views

هندوکش ـ کابل: د بښنې نړیوال سازمان پر ښکېلو لورو او په خاص ډول په وسلوالو طالبانو غږ کړي، چې هلمند کې روانه جګړه ژر تر ژره ودروي او رامنځ ته شوي ناورین مخه ونیسي.
دغه سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي، د هلمند جګړه کې تر سوه سوه پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او کابو ۳۵ زره وګړي له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
سازمان زیاته کړې، د لښکرګاه په جګړه کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او که جګړه همداسې دوام کوي نو دا ناورین به لا پسې ژور شي او د ملکیانو تلفات به ډېر شي.
دغه سازمان وايي، چې وسلوالو طالبانو ته په کار ده چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي، دوی ته خطرونه جوړ نه کړي او اجازه ورکړي چې د جګړو له سیمې ووځي.
دوی زیاتوی، چې هلمند کې بېځایه شوي وګړي بېړنیو خوراکي او بشري مرستو ته اړتیا لري چې ښکېل لوري دې جګړه ودروي څو مرستندویه ډلې له خلکو سره همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې هلمند کې له تېرو شپږو ورځو رهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
دغلته د جګړې له امله نه یوازې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او بې ځایه شوي دي، بلکې برېښنا هم پرې شوې او مخابراتي شبکو هم کار پرېښی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments