بښنې سازمان د پښتون غورځنګ لپاره د عدالت غوښتنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د بښنې نړیوال سازمان پر مدني فعالانو د پوځ د ډزو په تړاو د پلټنو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان پر پاکستان غږ کړی چې شمالي وزیرستان کې پر لاریون کوونکو د پوځ د ډزو په تړاو بې پرې تحقیقات وکړي.
سازمان ویلي چې پر لاریون کوونکو ډزې د نړیوالو اصولو خلاف دي او که دا ثابته شي چې پوځ پر خلکو مرمۍ کارولي، نو محکمې ته به راکش شي.
دغه سازمان زیاته کړې چې باید وسلې د اړتیا په وخت کې د اصولو مطابق وکارول شي.
بښنې نړیوال سازمان وروسته له هغې غبرګون وښود چې د یکشنبې په ورځ پاکستانیو ځواکونو د غونډې پر ګډونوالو ډزې وکړې او شاوخوا پنځوسو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments