بوټو: د طالبانو درملنه د پاکستان په پوځي روعتونونو کې کیږي

comments 0

47 Views

هندوکش ــ پاکستان: له هغه وروسته ته چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې د پاکستان استخباراتي شبکې ای ایس ای وسله وال طالبان او نورې ترهګریزې ډلې روزلې او د جګړې لپاره یې دغه افغانستان ته استولې. د بینظیر بوټو او اصف علي زرداري لور بختاور بوټو هم په یو حیرانوونکي بیان کې اعتراف کړی چې د پاکستان د لومړیو وزیرانو او ولسمشرانو لخوا په ځانګړو پاکستاني روغتونونو کې د طالبانو درملنه کېده او لا هم دا چاره روانه ده.

نوموړې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي لا هم د پاکستان په دولتي میلمستونونو کې طالبان ساتل کېږي او په پوځي روغتونونو کې یې کلکه درملنه کېږي، خو د پاکستان د پوځ تر کنټرول لاندې رسنۍ به هیڅکله دا هر څه د تاریخ له پاڼو څخه هېر نکړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ګڼو مشرانو تر دې وړاندې په انفرادي ډول اعترافونه کړي دي چې دوی نه یوازې طالبان روزلي بلکې د لاهور او کراچۍ په روغتونو کې یې درملنې هم کېږي.

همدا راز د افغانستان ملي امنیت ریاست ویلي وو چې د طالبانو مشر ملا عمر هم د کراچۍ په یو روغتون کې تداوي کېده خو کله چې د پاکستان پوځ ته نور مطلوب نه و نو په خپل روغتون کې د زهرو په پیچکارۍ وواژه.

فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments