بولټن: ټرمپ په راتلونکو ټاکنو کې د بریالي کیدو لپاره د چین له ولسمشر د مرستې غوښتنه کړې

comments 0

11 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا د ملي‌ امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په خپل راتلونکي کتاب کې ادعا کړې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټلو لپاره د چین له ولسمشر شي جېنپنګ نه د مرستې ترلاسه کولو هڅه کړې وه.
امریکایي رسنۍ وایي، جان بولټن په دې کتاب کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ غوښتل چې چین له امریکایي کروندګرو نه کرنیز توکي او فصلونه واخلي.
د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن دا کتاب (هغه کوټه چې دا هر څه پکې وشول) نومېږي او ټاکل شوې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۲۳مه نېټه خپور شي.
د امریکا د عدلیې وزارت وایي، په دې کتاب کې یو لړ محرم مالومات دي چې باید افشا نشي.
سپینه ماڼۍ هم ادعا کوي‌ چې په دې کتاب کې ځینې مهم او محرم رازونه راخیستل شوي، او باید ورنه و ایستل شي.
خو پخپله جان بولټن د عدلیې وزارت او د سپینې ماڼۍ دا ادعاوې ردوي.
څارونکي‌ وایي،‌ دا هر څه په تېره فبرورۍ میاشت کې د ولسمشر ډونلډ د استیضاح ناندرۍ ته ورته دي.
اوس ویل کېږي‌ چې جان بولټن په خپل راتلونکي‌ کتاب کې پر دې موضوع ښکاره خبرې کړې دي، او دا یې هم منلې چې ولسمشر ټرمپ ورته مخامخ وویل چې په ټاکنو کې د بریا لپاره به پر اوکراین فشار راوړي.‌
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments