بهر میشتو افغانانو طالبانو سره لیدلي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: په امریکا او اروپا کې مېشت افغانانو د طالبانو مذاکراتي ټیم له مشر سره کتلي دي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د درې ښځو په ګډون شل امریکا او اروپا میشتي افغانانو له عباس ستانکزي سره شپږ ساعته لیدنه او خبرې کړي دي.
واشنګټن پوسټ وایي، د قطر ناستې له لغوه کېدو وروسته امریکا او اروپا میشتو افغانانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره خبري کړي.
په دغه افغانانو کې ۴۶ کلنه د ښځو حقوقو فعاله او د افغان ښځو مؤسسې غړې مسعوده سلطان هم برخه درلوده چې له طالبانو سره د ناستې له بهیره یې خوښي ښودلې.
مسعودې سلطان ویلي، طالبان د ښځو حقوق ته درناوی لري او دوی په دغه برخه کې اوس اندېښنې نه لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments