بهرنۍ رسنۍ: طالبانو یوځل بیا د بهرنیو ځواکونو پر وتلو تینګار کړې

comments 0

4 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا دې هېل نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي چې پرون د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو دویمه ورځ وه، خو وسله والو طالبانو لا هم ټینګار کړی، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره دې مهالوېش وټاکل شي.
سرچینه د طالبانو د قطر دفتر د ویاند سهیل شاهین له خولې لیکي، چې طالبان د مهالوېش پر رامنځ ته کېدو ټینګار کوي. شاهین ویلي دواړه لوري به هڅه وکړي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر یوې هوکړې ته ورسېږي، مهالوېش رامنځ ته شي او تر هغه وروسته به پر نورو مواردو هم بحثونه کېږي.
طالبانو تل ویلي چې دوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر حضور پورې بین الافغاني مذاکراتو ته نه حاضرېږي. بل پلو پرون د بهرنیو چارو زوارت ویلي چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments