بهرنۍ رسنۍ: روان میلادي کال په افغانستان کې تر زرو ډیر بمبونه غورځول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکايي رسنۍ لیکي چې، د امریکا هوايي ځواک د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تر زرو ډېر بمونه پر افغانستان غورځولي دي.
د یوه راپور له مخې امریکا تر ټولو ډېر بمونه په تېره مارچ میاشت کې د ترهګرو پر پټنځایونو او نورو برخو غورځولي دي.
یوه امریکايي رسنۍ وایي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د امریکا هوایي ځواکونو تر ۱۴۶۳ پورې بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي.
امریکايي ځواکونو د روان ۲۰۱۹ کال په پیل کې اعلان وکړ، چې په دې کال کې به د وسله والو طالبانو پر مالي سرچینو او د نشه يي توکو پر تولیدي فابریکو هوايي بریدونه ډېروي.
رسنۍ داسې مهال د امریکا د هوايي ځواک له لوري پر افغان خاوره د سلګونو بمونو د غورځولو خبره کوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې د وسله والو تر څنګ ډېری وخت ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله او زیانونه اوړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments