بهرنی رسنۍ: کېم جونګ اون به روسیې ته په رسمي سفر لاړ شي

comments 0

8 Views

هندوکش – شمالي کوریا:  د شمالي کوریا خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د یاد هېواد ولسمشر کېم جونګ اون به ډېر ژر روسیې ته په یو رسمي سفر لاړ شي.

راپور وایي چې نوموړی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه یاد هېواد ته ورځي.

د راپور له مخې کېم له پوتین سره د خپل سفر په اړه خبرې کړې دي خو دا چې دی به څه وخت دغه هېواد ته سفر وکړي تر اوسه یې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

روسیې ته د کېم د سفر خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا حکومت د کوریا په ټاپو وزمه کې د اټمي وسلو د کړکېچ د ختمولو لپاره له پیونګ یانګ سره دیوې معاملې هڅه کوي.

خو د کېم او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرې دوه ناستې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments