بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو بسته عملي کیږي / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو لپاره ولسمشر محمد اشرف غني لارښوونه کړې وه او د یوې داسې طرحې غوښتنه یې کړې وه چې په اساس یې دا وزارت د نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت سیال شي.
تیرو کلونو کې دا وزارت د ځینې ګوندونو او سیاسي ډلو په واک کې و چې ډيرې مقرریانې هم پکې سیاسي او یا د سلیقې له مخې شوي دي.
د وزارت په چوکاټ کې داسې کسان هم بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان استازیتوب کوي چې ان په هیڅ نړیواله ژبه بلدتیا نه لري.
ځینې داسې کسان پکې ديپلوماتان دي چې ان په ملي دواړو ژبو هم بلدتیا نه لري او زده کړو کچه یې هم ټیټه ده.
کلونه چې دې وزارت کې کسان د وړتیا له مخې نه ګمارل کیدل، بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان سم استازیتوب نه دی شوی.
اوس افغان ولسمشر محمد اشرف غني جدیت پیل کړی چې دا وزارت به پښو دروي او پراخ اصلاحات به پکې راځي.
بهرنیو چارو وزارت رهبرۍ په دې تړاو یوه بسته برابره کړې چې د دوه کلونو په اوږدو کې به تطبیق شي او له مخې دې وزارت کې زیات اصلاحات راشي.
بسته کې لومړیتوب دا دی چې هغه کسان به سیاسي نماینده ګیو او وزارت څخه خانشین کیږي چې وړتیا نه لري او د اړیکو په واسطه ګمارل شوي دي.
د دې کسانو شمېر چې په نښه شوي، دوه سوه کسانو ته رسیږي او لومړي سر کې به دا کسان په کور شي او پر ځای به یې داسې کسان وګمارل شي چې په ټولو معیارونو برابر وي.
په دې بسته کې دا هم شته چې ځینو هېوادونو کې به سیاسي نماینده ګۍ کمې شي او د اړتیا له مخې هېوادونو کې نماینده ګۍ رامنځ ته شي.
دا بسته د بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتو لپاره ډيره موثره ده او ټاکل شوې چې ډیر ژر به تطبیق شي.
دا بسته ځکه د ژر تطبیق وړ ده چې ولسمشر د بهرنیو چارو وزارت ټیم سره یو ځای کار کوي او غواړي دا وزارت یو سیال وزارت کړي چې په هر اړخیز ډول خدمات وړاندې او نورو هېوادونو کې د افغانانو رښتنی استازیتوب وکړي.
مافیا او نورې سیاسي کړۍ به د دې وزارت پروړاندې غبرګونونه وښيي، خو دا وزارت ډيرو اصلاحاتو ته اړتیا لري او باید غبرګونونه جدي و نه نیول شي.
د هرې سیاسي ډلې او شخص مشخص کسان وزارت کې دننه او بهرنیو هېوادونو کې شته چې په اړیکو ګمارل شوي او هیڅ تحصیلي اسناد او تجربه نه لري چې باید ديپلومات اوسي.
نورو وزارتونو کې هم اصلاحات راروان دي او کار کیږي چې څنګه کیدلی شي حکومتولۍ سیستم ساده او اسانه شي چې خلکو ته خدمات په وخت، ارزنه او سم ترسره شي.

Share this page to Telegram

Comments