بهرنیو چارو وزارت: د سولې خبرې د افغان حکومت له حضور پرته هېڅ نتېجه نلري

comments 0

73 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان وايي د سولې هڅې هغه وخت پایله ورکوي چې طالبان افغان وژنه پرېږدي او د افغان حکومت سره خبرې وکړي.
د ښاغلي زمان په وینا افغان حكومت د سولې مذاكراتو د پيل او مخته وړلو يوازينۍ مرجع ده او په راتلونكې كې به هم وي.
ښاغلي زمان په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان حكومت په كې حضور ونه لري او تر پيل وړاندې يې ورسره لازمې مشورې ونه شي د سولې هېڅ هڅه به هم نتېجه ونلري.
دا په داسې حال كې ده، چې طالبان پاکستان ته تللي، هلته يې له پاكستاني چارواكو سره ليدلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments