بهرنیو چارو وزارت: امریکايي او طالب استازي پر سولې نه، د بندیانو په اړه خبرې کوي

comments 0

69 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه خبرې د پاکستاني چارواکو په واسطه تر سره کېږي او ټینګار یې وکړو چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ په اسلام اباد کې وروستی خبرې د سولې په اړه نه، بلکې په کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون د دوو تښتول شوو امریکايي استادانو د خوشي کولو په اړه دي.
هغه ټینګار وکړ، د سولې په اړه هر ډول خبرې چې افغان حکومت پکې حضور ونه لري او مخکې له مخکې له افغان حکومت سره مشوره نه وي شوې، ګټه نشي کولای.
ښاغلي زمان زیاته کړه، چې د طالب پلاوي نورو بهرنیو سفرونو هم کومه پایله نه ده ورکړې.
هغه پر پاکستان په انتقاد سره وویل، چې تر دا مهاله یې په هغه هېواد کې د تروریزم د ځالو پر ضد عملي اقدامات نه دي کړي.
ښاغلي زمان زیاته کړه، چې دغه خبرې د افغان سولې له بهیر سره هېڅ تړاو نه لري.
هغه وویل: “په اسلام اباد کې چې اوس مهال کومې خبرې روانې دي، اصلاً ویلی شو، چې دا د دوو تښتول شوو امریکانو په اړه دي، د تښتوونکو یعني طالبانو او امریکا د حکومت ترمنځ د پاکستان په واسطه روانې دي،دا د افغانستان د جمهوري ریاست رسمي موفق دی.”
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو ۱۲ کسیز پلاوي د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستان ته غوښتل شوي، چې تر هغه یوه ورځ مخکې پاکستان ته د زلمی خلیلزاد د تلو راپورونه هم خپره شوي و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments