بهرنیو ځواکونو ۱۵ وسله وال طالبان وژلي

comments 0

10 Views

هندوکش ــ کندهار: د کندهار امنیه قومندان جمال ناصر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه په سپین بولدک ولسوالۍ د کنجوسیانو په کلي کې پر طالبانو هوایي برید کړي.
نوموړي وایي په دغه هوایي برید کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د یو شمېر مهمات ترڅنګ یې د ماین جوړونې یوه فابریکه هم له منځه وړي دي.
له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، د امریکا پوځي چارواکو پر وسله والو طالبانو د بریدونو د زیاتیدو خبرونه ورکړل.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments