بهرنیو ځواکونو پر داعش برید کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مسوولین وایي، تېره شپه د امریکا بې پيلوټه الوتکې د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې برید کړی چې ۶ داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دا برید د کشفي راپور په اساس د داعش په یوې ډلې شوی چې په وژل شویو کې یو سرګروپ هم شامل دی.
خیتځ کې د پوځ مسوولین وایي، پر داعش ډلې یې د هوایي بریدونو تر څنګ ځمکني عملیات هم پیل کړي چې له سختې ماتې سره یې مخ کړي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply