بهرنیو فکتورونو د سولې خبرې اغیزمنې کړي

comments 0

6 Views

هندوکش – قطر: قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو بهرنيو فکتورونو اغېزه کړې.

د قطر او سعودي دښمنۍ او د پاکستان او هند ترينگلتيا د خبرو پر پايلو د ناڅرگندتوب سيورى غوړولى.

هندي رسنۍ انډین ایکسپریس ویلي، په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته په اشارې ليکلي، طالبان د سولې خبرو کې د پرمختگ ادعا کوي او وايي تخنيکي ډلې د هوکړې پر يوې مسودې کار کوي.

خو د دغې ورځپاڼې په باور، ځینو بهرنيو فکټورونو د افغان سولې پر روانو خبرو اغېز کړی.

هندي ورځپاڼې لیکلي، د قطر او سعودي دښمنۍ او د پاکستان او هند ترمنځ ترينگلتيا د خبرو پر پايلو د ناڅرگندتوب سيورى غوړولى.

ورځپاڼه کې راغلي چې طالبانو سره د امريکا خبرې د افغانستان په اوسمهال او راتلونکي کې د طالبانو رول ته مشروعيت ورکوي او افغانستان کې د طالبانو د حکومت احتمال په دغه هېواد کې د پاکستان د پراخ نفوذ په مانا کېداى شي او دا د هند لپاره د اندېښنې وړ ده.

محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments