بهرني رسنۍ: د امریکا او طالبانو خبرو جګړه نور هم خونړۍ او وحشتناکه کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: واشنګټن ایکزماینر نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي، روان کال د افغانستان د تېرې اتلس کلنې جګړې تر ټولو خونړی کال و.
سرچینه کاږي دغه کال داسې مهال تر ټولو خونړی و، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ او بې سابقې خبرې هم روانې وې.
واشنګټن ایکزماینر لیکي دغه خبرو نه یوازې دا چې جګړې کمې نه کړې بلکې د تېرو کلونو په پرتله یې لا خونړۍ او وحشتناکې کړې.
له همدې امله دغه سرچینه وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له مذاکراتو د افغان جګړې د ختمولو تمه نه شي کېدای.
په مطلب کې راځي د میاشتو خبرې د ټرمپ په څرګندونو ختمېږي، پر طالبانو هوایي بریدونه ډېرېږي او د جګړې ډګر تر بل هر وخت ګرمېږي، نو ددې اړتیا ده چې د افغان جګړې د پای لپاره پر نوو لارو چارو فکر وشي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments